ځایي طالب چارواکو ته د کندهار والي امر؛ د ژوندیو موجوداتو عکسونه مه اخلئ

د کندهار لپاره د طالبانو والي ملا شیرین

د کندهار لپاره د طالبانو والي ملا شیرین په یوه مکتوب کې ټولو چارواکو او ریاستونو ته امر کړی چې "په رسمي او غیر رسمي غونډو کې د ژوندیو مخلوقاتو له عکس اخیستلو ډډه وکړي".

د فرانسې خبري اژانس ته د کندهار مطبوعاتي دفتر دا مکتوب او د والي امر تایید کړی دی.

ملا محمد علي حنفي، چې د ملا شیرین په نوم مشهور دی د خپل دغه کار دلیل دا راوړی چې له ژوندیو موجوداتو عکس اخیستل هغوی ته د ګټې پر ځای تاوان رسوي.

ملا شیرین د طالبانو رهبر ملا هیبت الله اخند ته نږدې کس بلل کېږي.

هغه په خپل مکتوب کې بیا دا هم ویلي چې چارواکي کولای شي د خپلو فعالیتونوو په اړه لیکلې یا غږیز پیغامونه ورکړي.

دا لا څرګنده نه ده په کندهار کې چې د طالبانو مشرتابه هلته ده او د لویو پرېکړو مرجع ده څومره د والي دا امر پلی کېږي.

د طالبانو په لومړۍ دوره کې هم عکس او ویډیو محدوده وه.