ترکیه: په وسله وال برید کې مو یو سرتېری وژل شوی او بل ټپي دی

یو شمېر ترکي ځواکونه - ارشیف

د ترکیې دفاع وزارت پرون شنبه اعلان وکړ چې د عراق په شمال کې د ترکیې د پوځ په یوه اډه کې د «نفوذ د هڅې» پر مهال یې یو سرتېری وژل شوی او بل ټپي شوی دی.

د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، د ترکیې یوه خصوصي ټلویزیون NTV د دفاع وزارت په حواله راپور ورکړی چې ویلي یې دي، پر پوځي اډه دا حمله د کردستان د کارګرانو ګوند یا (PKK) کړې چې انقره او د هغې غربي متحدان یې یو تروریستي سازمان ګڼي.

د ترکیې چارواکو ویلي چې تر دې پېښې وروسته په سیمه کې د دوی ځوابي- پوځي عملیات روان دي.

په تېره ډسمبر او جنوري میاشتو کې د عراق په شمال کې د ترکیې پر یوه پوځي اډه په حملو کې د ترکیې ۱۷ سرتېري وژل شوي وو.