سعودي عربستان: د فلسطیني دولت رامنځته کېدل په منځني ختیځ کې د امنیت او ثبات یوازېنۍ لاره ده

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر، شهزاده فیصل بن فرحان

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر شهزاده فیصل بن فرحان پرون شنبه ویلي چې د اسراییل په ګډون په منځني ختیځ کې د سولې او ثبات پر لوري د ګام اخیستو یوازېنۍ لار د فلسطیني دولت ایجادول دي.

کله چې د مونشن یا مونیخ امنیتي کنفرانس په څنډه کې د یوه بحث پر مهال له شهزاده فیصل له اسراییل سره د اړیکو عادي کولو په باب پوښتنه وشوه، هغه وویل، سعودي عربستان اوس د غزې په جګړه کې د اوربند پر ټینګښت تمرکز کوي.

فرحان زیاته کړه: موږ پر اوربند او پر دې موضوع تمرکز کړی چې اسراییل له غزې ووځي او موږ د غزې خلکو ته پر بشري لاسرسي تمرکز کړی دی.

سعودي عربستان په وار- وار ویلي چې له اسراییل سره به تر هغو ډیپلوماتیکې اړیکې پیل نه کړي چې دغه هېواد خپلواک فلسطیني دولت په رسمیت پېژندلی نه وي.

د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو د فلسطیني دولت د ایجادولو پېشنهاد په کلکه رد کړی دی.

په غزه کې روانه جګړه وروسته له هغې پیل شوه چې لومړی حماس ډلې د اکتوبر میاشتې پر اوومه پر اسراییل په حملې سره ۱۲۰۰ کسان ووژل او ۲۴۰ نور کسان یرغمل کړل.

د امریکا متحد ایالتونه او اروپايي ټولنه توندلارې ډله حماس، یو تروریستي سازمان ګڼي.

د حماس تر ولکې لاندې د غزې روغتیا وزارت په وینا د اکتوبر میاشتې له اوومې په غزه کې د پیل شوې جګړې په نتیجه کې د وژل شویو فلسطینیانو شمېر نږدې ۲۹زرو او د ټپیانو ۶۸زره ۷۰۰ ته رسېدلی، هغه شمېرې چې خپلواکو سرچینو تایید کړي نه دي.