بایډن په ټلیفوني اړیکه کې خپل اوکرایني سیال ته د ملاتړ د دوام ډاډ ورکړ

د امریکا او اوکراین ولسمشران- تصویر له ارشیفه

پر اوکراین د روسیې د غیرموجه یرغل د دوو کلونو د پوره کېدو په درشل کې د امریکا د متحدو ایالتونو او اوکراین ولسمشرانو پرون شنبه په خپلو کې ټلیفوني خبرې وکړې.

سپینې ماڼۍ په یوه اعلامیه کې وویل چې په دې ټلیفوني مکالمه کې جو بایډن ولودمیر زلیسنکي ته له اوکراین څخه د امریکا د متحدو ایالتونو د ملاتړ د تعهد پر دوام ټینګار وکړ.

دا ټلیفوني خبرې ټیک په هغه ورځ وشوې چې د اوکراین پوځ له ختیځ ښار افدییفکا څخه د خپلو سرتېرو د ایستلو خبر ورکړ.

د اوکراین ولسمشر د امریکا د کانګرس له خوا اوکرایني ځواکونو ته د اضافي مالي مرستې د لایحې د فوري تصویب پر اړتیا هم ټینګار وکړ.

پرون د امریکا د ولسمشر مرستیالې کاملا هاریس د اوکراین له ولسمشر ولودمیر زلینسکي سره یوځای د مونشن یا مونیخ امنیتي کنفرانس په څنډه کې وویل، د جو بایډن اداره تیاره ده چې د اړتیا تر حده د روسیې په وړاندې د اوکراین ملاتړ ته دوام ورکړي.