د مونیخ کنفرانس ۱۲غړي هېوادونه؛ افغانستان کې بشري حقونه او ښځې د اندېښنې وړ دي

تصوير له آرشيفه

د مونېخ امنیتي کنفرانس په څنډه کې د دوولس هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په افغانستان کې د بشري حقونو په ځانګړي ډول د نجونو او ښځو د حقونو د نقض په اړه اندېښنه ښودلې.

دې ۱۲ هېوادونو ګډه اعلامیه چې د جرمني د بهرنیو چارو وزارت پرون ناوخته خپره کړې په کې د البانیې، انډور، بلجیم، کاناډا، فرانسې، المان، بلغاریا، کوسوو، لیختن اشتاین، منګولیا، نیدرلانډ او رومانیې د بهرنیو چارو وزیرانو له قوله لیکل شوي؛ په ۲۰۲۳ کال د مونېخ امنیتي کنفرانس وروسته د بشري حقونو په ځانګړي ډول د نجونو او ښځو د حقونو د خوندیتوب په برخه کې طالبانو هیڅ ډول ګام نه‌دی پورته کړی.

په دې اعلامیه کې د طالبانو اوسنی رژیم په نړۍ کې د بشري حقونو په برخه کې د تر ټولو ناوړه او وېروونکي وضعیت مسوول بلل شوی چې له قوله یې؛ په افغانستان کې یې د ټولنې د نیمې برخې راتلونکې خطر سره مخ کړې.

دوی له زده‌‌کړو او کار د نجونو او ښځو راګرځول د طالبانو له‌خوا د جنسیتي تبعیض د عملي کولو ښکاره بېلګې بللي او زیاتوي، د نجونو په خپل‌سري ډول نیول او په زور یې ودول د هغوی له حقونو ښکاره سرغړونه دي.ا

علامیه کې د طالبانو له‌خوا په وروستیو کې د نجونو او ښځو په خپل‌سري نیول کېدو هم نیوکه شوې او هر ژر یې د زنداني نجونو او ښځو د خوشې کېدو غوښتنه کړې.

د دې ۱۲ هېوادونو د بهرنیو چارو وزارت له طالب چارواکو غوښتي چې د نړیوالو په ځانګړي ډول د بشري حقونو له قوانینو ملاتړ وکړي او د قومي او مذهبي لږکیو په ګډون د ټولو افغانانو حقونه خوندي کړي.

په اعلامیه کې له طالبانو په ځانګړي ډول غوښتل شوي چې نجونو ته د نړیوالو معیارونو پر بنسټ، د زده‌کړو او تحصیل اجازه ورکړي.

د دې هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په نړیوالې ټولنې هم غږ کړی چې خپل پام په افغانستان کې د بشري په ځانګړي ډول د نجونو او ښځو په حقونو متمرکز کړي.

د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه‌ غبرګون نه‌دی ښودلی، خو وړاندې یې تل ادعا کړې چې په افغانستان کې د ټولو افغانانو حقونه خوندي دي.