د ایټالیا د بهرنیو چارو وزیر: اوکراین به له جګړې وروسته د اروپایي ټولنې او ناټو غړی شي

د ایټالیا د بهرنیو چارو وزیر، انتونیو تاجاني

د ایټالیا د بهرنیو چارو وزیر وايي، د جګړې له ختمېدو وروسته به اوکراین، د اروپايي ټولنې او ناټو غړی هېواد شي.

انتونیو تاجاني پرون شنبه په جرمني کې د مونشن یا مونیخ په امنیتي کنفرانس کې وویل، اروپايي ټولنه هڅه کوي چې اوکراین د یوه غړي په توګه ولري، خو په داسې حال کې چې اوکراین له روسیې سره په جګړه بوخت دی، په ناټو پوځي تړون کې یې دا مهال غړیتوب ناممکن دی.

تاجاني وویل، باید ډېر احتیاط وکړو، ځکه د ناټو د غړي په توګه له روسیې سره په جګړه کې د یوه ښکېل هېواد لرل، د درېیمې نړیوالې جګړې په معنی دي.

پر اوکراین د روسیې غیر موجه یرغل د ۲۰۲۲م کال د فبروري پر ۲۴مه پیل شو چې لا هم روان دی.