د روسیې د سیاسي مخالف مشر ناوالني پلویان؛ د هغه لید به ژوندی وساتو

د ناوالني یو شمېر پلویان

د روسیې د سیاسي مخالف الکسي ناوالني چې د جمعې په ورځ یې د روسیې په یوه زندان کې ساه ورکړه ډله وايي چې په روسیه کې د بدلون لپاره به د ناوالني لید ژوندی ساتل کېږي.

د الکسي ناوالني ویاندې کېرا یرمیش پرون شنبه په یوه مرکه کې رویټرز خبري اژانس ته وویل: " خپل رهبر مو له لاسه ورکړ، خو خپله نظریه او اعتقادات مو نه دي بایللي."

د کرملین منتقد ۴۷ کلن الکسي ناوالني، تېره جمعې د روسیې په یوه زندان کې تر قدم وهلو وروسته ناڅاپه بېسده شو او وروسته مړ وموندل شو.

مېرمن یرمیش وویل، د دوی ډله د ناوالني په مړینه کې د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین مسوول ګڼي.

پوتین د هغه په وژنه کې خپل دخالت رد کړی خو ویلي یې دي، که ده غوښتلای چې ناوالني ووژني، دا کار به یې وختي لا کړی و.