د افغانستان د خبریالانو مرکز د منصور احمد نېکمل د ژر او بې قیدو شرطه خوشې کېدو غوښتنه وکړه

د افغانستان د خبریالانو مرکز لوګو

د افغانستان د خبریالانو مرکز (AFJC) د «خامه پرس» د خبري برخې د مشر منصور احمد نېکمل د فوري او له قید و شرط پرته خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.

دغه مرکز د شنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې ویلي چې ښاغلی نېکمل لومړی د طالبانو امر بالمعروف او نهی عن المنکر ته احضار شوی و او د شنبې په ورځ ونیول شو.

د خامه پرس د امتیاز خاوند خوشنود نبي زاده د افغانستان د خبریالانو مرکز ته ویلي چې منصور نېکمل له یوې ښځې سره د مرکې په تړاو احضار کړای شوی و چې ګواکې بشپړ حجاب یې نه و رعایت کړی.

په خپله خامه پرس هم په یوه اعلامیه کې ویلي چې هغې ښځې د مرکې پر مهال بشپړ حجاب رعایت کړی و او له نېکمل سره د شنبې له سهاره تماس پرې دی.

د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي، د رسنیو د قانون له مخې خبریالان په خپلو ټولو مسلکي چارو کې ازاد دي او مسوولان دې ورباندې محدودیت نه لګوي او نه دې دوی ګواښي، بلکې د دوی ملاتړ دې وکړي.

په اعلامیه کې ویل شوي، د رسنیو د سرغړونو کمیسیون څنډې ته کړای شوی او د طالبانو بېلابېل بنسټونه لکه: استخبارات او امر بالمعروف وزارت په مستقیم ډول د رسنیو په کارونو کې مداخله کوي او له خبریالانو د پوښتنو ګروېږنو له لارې د هغوی د نیولو حکم صادروي.