د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت تلویحاً د دوحې په راتلونکې غونډه کې خپل ګډون رد کړی دی.
د دې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د طالبانو حکومت ملګرو ملتونو ته څرګنده کړې وه چې که د دوحې په راتلونکې غونډه کې دوی د یوازیني مسوول لوري په توګه ګډون وکړي او د افغان پلاوي او ملګرو ملتونو ترمنځ د ټولو مسایلو په اړه د واضح خبرو اترو زمینه برابره کړي د طالبانو ګډون به ګټور وي.
خو د اعلامیې له مخې، په دې برخه کې د پرمختګ د نشتوالي له امله د طالبانو حکومت په دې ناسته کې د دوی بې ګټې ګډون اغېزمن نه دی بللی.
ټاکل شوې چې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د سرمنشي انټونیو ګوټېرېش په کوربهتوب په دوحه کې دوه ورځنۍ غونډه سبا یکشنبه پیل شي.
د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ویاند سټیفن دوجاریک ویلي چې په دې غونډه کې به د افغانستان لپاره د غړو هېوادونو، سیمې او سازمانونو ځانګړي استازي او یو شمېر افغان مېرمنې هم برخه واخلي.
دوجاریک ویلي چې د یوه همغږي، منسجم او رغنده تعامل د زیاتولو څرنګوالی د دې غونډې له هدفونو دی.
هغه زیاته کړې چې په دې غونډه کې به د افغانستان د وضعیت په د ملګرو ملتونو د خپلواکې ارزونې د مفصل راپور وړاندیزونه هم په پام کې ونیول شي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي ټاکنه د دغه راپور له مهمو سپارښتنو څخه ده.
د طالبانو حکومت ویلي چې په افغانستان کې د یوناما د دفتر په موجودیت کې د نوي استازي ټاکل ضروري نه دي.