د غزې په ناصر روغتون کې ځینې ناروغان د اکسیجن د کمښت له کبله مړه شوي

د غزې د ناصر روغتون یوه څنډه کې مړ شوی ناروغ

د غزې په خان یونس کې د ناصر په نوم روغتون کې نن وروسته تر هغه وېره خپره شوه چې اسراییلي پوځیانو برید پرې وکړ.

په غزه کې د روغتیا وزارت وایي چې یو شمېر ناروغان د اکسیجن د کمبود له امله مړه شوې دي.

دا وزارت د حماس له لورې اداره کېږي، د هغې ډلې له لورې چې د امریکا متحد ایالتونه او اروپایي ټولنه یې د ترهګرې ډلې په توګه پېژني.

دې وزارت پرون ناوخته وویل چې د دې روغتون په منځ کې لږ تر لږه یوسل او شل ناروغان او پنځه روغتیایي ډلې بند پاتې دي، دوی اوبه نه لري، خواړه نه لري او برښنا یې هم قطع شوې ده.

په وروستیو ورځو کې د ناصر روغتون شاوخوا جګړو زور اخیستی دی.