سیرسکي: اوکرایني ځواکونه به له اودېفکا څخه په بشپړ ډول ووځي

اوکرایني ځواکونه د اودېفکا یوه څنډه کې د پیرې پر مهال

د اوکرایني ځواکونو اعلی قوماندان اولکساندر سیرسکي اعلان وکړ چې ځواکونه به یې د اوکراین له اودېفکا څخه په بشپړ ډول ووځي.

د اوکراین په دغه ختیځ ښار کې اوکرایني ځواکونه له څلور میاشتو راهیسې له روسیي پوځیان سره په سخته جګړه کې ښکېل وو.

سیرسکي نن پر خپل فېسبوک کې لیکلي چې د اودېفکا شاوخوا د عملیاتي وضعیت له مخې، له محاصرې څخه د پوځیانو د مخنیوي په خاطر او د هغوی روغتیا ته په پام سره ده دا پرېکړه کړې چې خپل پوځي واحدونه له دې ښاره وباسي او په نورو مناسبو دفاعي لیکو کې یې ځای پرځای کړي.