کرکټ؛ نن د افغانستان او سریلانکا ترمنځ د شل اوره سیالیو لومړۍ لوبه ده

د افغانستان او سریلانکا ترمنځ د مخکینۍ لوبې یو انځور

ټاکل شوې ده چې نن د افغانستان او سریلانکا د کرکټ ملي ټیمونه د شل اورونو لوبه وکړي.

دا لوبه به د سریلانکا په دامبالا کې د کابل په وخت د ماښام شپږ نیمې بجې پیل شي.

افغان لوبډلې تر دې مخکې د روانې لړۍ په ترڅ کې له سریلانکا سره درې یو ورځنۍ لوبې بایلودې.

اوس په پام کې ده چې دواړه لوبډلې د شل اورونو درې لوبې وکړي.