د اوکراین ولسمشر د مونیځ په نړیوال امنیتي کنفرانس کې وینا کوي

د اوکراین ولسمشر ولودومیر زیلینسکي

ټاکل شوې ده چې د اوکراین ولسمشر ولودومیر زیلینسکي نن د مونیځ په نړیوال امنیتي کنفرانس کې وینا وکړي او د غونډې ترڅنګ د امریکا د متحد ایالتونو د ولسمشر له مرستیالې کاملا هارس سره خبرې وکړي.

ولسمشر زیلینسکي یوه ورځ وروسته تر دې دا وینا کوي چې ده له فرانسې او جرمني سره مهم امنیتي تړونونه لاسلیک کړل.

د جرمني په مونیخ کې نړیوال امنیتي کنفرانس پرون پیل شو، نن به روان وي و سبا به پای ته ورسېږي.