د ایران د جنوب ختیځ په یوه کلیواله سیمه کې یوه کس خپل ۱۲ خپلوان وژلي

د یران په نقشه کې د کرمان موقعیت

د ایران د جنوب ختیځ په یوه کلیواله سیمه کې یوه کس خپلو ۱۲ خپلوان وژلي دي.

په کرمان کې د قضایي چارو مشر ابراهیم حمیدي ایراني رسنیو ته وویل چې دې کس په کلاشینکوف پر خپل پلار، ورو او نور خپلوانو ډزې وکړې.

د حمیدي په وینا، داسې ښکارې چې د کورنۍ اختلاف له امله دا پېښه رامنځته شوې وي.

د راپورونو له مخې په وژل شویو کې یو شمېر ماشومان دي.

ایرنا خبري اژانس وایي، د دېرش کلن مشکوک کس د نیولو هڅې روانې دي.

د دې کس نوم نه دی افشا شوی.