امیري له امینې سره د افغان ښځو د حقونو د ملاتړ په اړه بحث کړی

د عکس ښي لور ته د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله امینه محمد او چپ لور ته د افغان نجونو، ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري

د افغان نجونو، ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې وايي‌، د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې امینې محمد سره یې کتلي او د افغان نجونو او ښځو د حقونو د ملاتړ په اړه یې ورسره ګټور بحث کړی دی.

اغلې امیري په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، دوی دواړو موافقه کړې چې د افغان ښځو پر وړاندې سخت دریځه پالیسۍ په سیمه او بهر کې هم د ښځو حقونو ته ګواښ دی.

دا لیدنه داسې مهال کېږي چې تمه ده رینا امیري د دوحې په غونډه کې هم ګډون وکړي، چېرې چې ویل کېږي یو مهم بحث به د افغان نجونو او ښځو د حقونو او د دوی د برخلیک څرنګوالی وي.