هند په افغانستان کې د مخدره موادو د قاچاق او تروریستي ډلو د فعالیت له کبله اندېښنه وښوده

د هند بیرغ

هند وايي چې په افغانستان کې د مخدروموادو د قاچاق او د تروریستي ډلو د فعالیت له کبله اندېښنه لري.

د هندي رسنیو د راپورونو له مخې د هند د ملي امنیت د سلاکار مرستیال ویکرم میسري پرون جمعه د قرغزستان په پلازمېنه بشکیک کې د ملي امنیت شورا د چارواکو او د ملي امنیت د سلاکارانو په غونډه کې وویل نوې ډیلي له افغانستان سره د تړلو مخدروموادو د لویو بستو د قاچاق او په دې هېواد کې د تروریستي ډلو د شتون له کبله له ناامنیو څخه اندېښنه لري.

د ملي امنیت د چارواکو په دې سیمه ایز میکانیزم کې هند، ایران، روسیه، چین، پاکستان، قرغزستان، قزاقستان، ازبکستان او ترکمنستان غړیتوب لري.

د هندوستان ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې مسري په ځانګړي ډول د لشکرطیبه او جیش محمد په څېر د تروریستي ډلو یادونه وکړه چې د ده په وینا، د افغانستان په خاوره کې فعالیت کوي.

دا دوه سختدریځې ډلې په کشمیر کې د هندي ځواکونو پرضد په وسله والو فعالیتونو تورنې دي.

د طالبانو حکومت تل ټینګار کړی چې په افغانستان کې هېڅ یوه بهرنۍ تروریستي ډله فعالیت نه کوي.