بایډن: د روسیې ولسمشر د ناوالني د مړینې مسوول دی

د امریکا ولسمشر جوبایډن

ولسمشر جوبایډن د روسیې د اپوزیسیون د مشر الکسي ناوالني د مړینې په غبرګون کې خپل غږ د لوېدیځ د نورو مشرانو له غندنو سره غبرګ کړ.

بایډن وویل چې د ناوالني د مړینې مسوول د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین دی.

هغه پرون په سپینه ماڼۍ کې یوې خبري غونډې ته وویل که څه هم متحدایالات غواړي د ناوالني د مړینې په اړه نور معلومات ترلاسه کړي، خو هغه زیاته کړه چې په دې کې هېڅ شک نه شته چې ناوالني په تبعیدځای کې مړ شوی دی.

بایدڼ له دې خبرې ډډه وکړه چې ګنې ناوالني به وژل شوی وي ځکه د ده په وینا سپینه ماڼۍ تراوسه نه پوهېږي چې د هغه د مړینې علت دقیقاً څه و.

د لوېدیځ د نورو هېوادونو مشرانو هم د ناوالني د مړینې په اړه خپګان ښودلی او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین یې د هغه د مړینې مسوول بللی دی.

د امریکا ولسمشر همداراز یادونه وکړه چې د ناوالني د مړینې تراژیدي د اوکراین د جګړې اهمیت ته پام اړوي.

هغه د استازو جرګې له غړو غوښتنه وکړه چې د اوکراین لپاره د ۶۱ میلیارده پوځي او اقتصادي مرستې لایحه تصویب کړي.

دا لایحه د امریکا سنا تېره اوونۍ تصویب کړه خو د استازو جرګې چې جمهوریپال په‌کې واکمن دي ویلي دي چې تصویب به یې نه کړي.