د عمران خان په مشرۍ تحریک انصاف ګوند لاریونونه پیلوي

د تحریک انصاف د ګوند د تېرې اوونۍ د لاریون یو انځور

د پاکستان د پخواني صدراعظم عمران خان په مشرۍ تحریک انصاف ګوند وايي، سبا په ټاکنو کې د تنظیم شویو درغلیو او د رایو د غلا کېدو په غبرګون سوله ییز لاریونونه پیلوي.

دغه ګوند چې د پاکستان د فبروري اتمې د ټاکنو د دوه پر درېیمې برخې د بریا ادعا لري په خپله ایکس پاڼه د لاریونو په اړه خبرداری ورکړی.

د ټاکنو د کمېسیون د پایلو په اساس تحریک انصاف شاوخوا سل څوکۍ ګټلي، خو د دوی په شمول هېڅ یوه ګوند په یواځې د حکومت د جوړولو لپاره کافي څوکۍ نه دي خپلې کړي.

د بندي کړای شوي عمران خان ګوند داسې وخت د سوله ییزو لاریونو اعلان کړی چې یوه ورځ مخکې یې د پاکستان د لومړي پوځي دیکتاتور جنرال ایوب لمسی عمر ایوب د صدراعظمۍ لپاره د نوماند په توګه معرفي کړی دی.

عمر ایوب د عمران خان له باوري او نږدې کسانو دی او په وروستیو ټاکنو کې یې هم د پارلمان یوه څوکۍ ګټلې.