اسراییلي ځواکونو په غزه کې پر یوه لوی روغتون برید کړی

اسراییلي ځواکونه په غزه کې د عملیاتو پر مهال

اسراییلي ځواکونو پرون د فبروري ۱۵مه د غزې د تړانګې تر ټولو لوی فعال روغتون باندې د برید خبر ورکړ.

له غزې څخه په رارسېدلو ویډیويي تصایرو کې د روغتون مخې ته ګډوډي، د خلکو چیغې او ډزې ښکاري او په نورو تصویرونو کې په تیاره دهلیزونو کې لوګي او دوړې لیدل کېږي.

د اسراییلو پوځ وايي، پر ناصر روغتون حمله دقیقه او محدوده وه او د هغو معلوماتو پربنسټ ترسره شوه چې ګنې د حماس سختدریځې ډلې وسله والو په دې روغتون کې اسراییلي یرغمل ساتلي او د ځینو یرغملو مړي هلته شته.

حماس چې د امریکا او اروپايي ټولنې له خوا د یوې تروریستي ډلې په توګه پېژندل کېږي، د اسراییلي چارواکو دا څرګندونې دروغ بللې دي.