د فرانسې او اوکراین ولسمشران دوه اړخیزه امنیتي موافقه لاسلیکوي

د عکس ښي لور ته د فرانسي ولسمشر ایمانویل مکرون او چپ لور ته د هغه اوکراین سیال ولادیمیر زیلینسکي

تمه ده چې د فرانسې او اوکراین ولسمشران نن د فبروري ۱۶مه د پاریس په الیزه ماڼۍ کې د دواړو هېوادونو ترمنځ دوه اړخیزه امنیتي موافقه لاسلیک کړي.

د فرانسې د جمهوري ریاست دفتر پرونپنجشنبې وویل، دا موافقه د ۲۰۲۳ کال په جولای میاشت کې په ویلینوس کې د ناټو د سرمشریزې په څنډه کې د جي اوه ډلې د فارمټ د شویو ژمنو په رڼا کې لاسلیکېږي.

د ناټو د ټلوالې او د اوو لویو صنعتي هېوادونو یا جي اوه ډلې غړو ژمنه کړې وه چې له اوکراین سره به اوږدمهاله امنیتي مرستې کوي.

بریتانیا هم له اوکراین سره په تېره جنوري میاشت کې دوه اړخیزه امنیتي موافقه لاسلیک کړه او کییف په عین حال کې له نورو هېوادونو سره هم د ورته موافقو د لاسلیک لپاره د خبرو په حال کې دی.

فرانسه د ۲۰۲۲ کال په فبروري میاشت کې پر اوکراین د روسیې د پوځي یرغل له پیله د کییف له جدي ملاتړ کوونکو څخه ده.