د اسراییل ځواکونو په غزه کې پر لوی او فعال روغتون چاپه اچولې

اسراییلي ځواکونه په غزه کې د عملیاتو پر مهال

د اسراییل ځواکونو نن پنجشنبه ویلي چې په غزه کې یې تر ټولو پر لوی او فعال روغتون چاپه اچولې ده.

په خپرو شویو تصاویرو کې د روغتون په تیاره دهلېزونو کې چې په دوړو او لوګیو ډک دي د ګډوډۍ، چیغو او ډزو صحنې ښکاري.

د اسراییل پوځ ویلي، پر نصر روغتون یې دا چاپه دقیقه او محدوده وه او د هغو اطلاعاتو پر بنسټ یې اجرا کړې چې په کې ویل شوي هلته د حماس ډلې افراطي وسله وال پټ دي او هلته یې یرغمل شوي کسان پټ کړي دي.

د امریکا متحد ایالتونه او اروپايي ټولنه حماس ډله یو تروریستي سازمان ګڼي.

حماس د اسراییل د پوځ دا ادعا درواغ بللې ده.

د حماس تر ولکې لاندې د غزې روغتیا وزارت وايي، د اکټوبر له اوومې په روانه جګړه کې ۲۸زره او ۶۶۳کسان وژل شوي، هغه شمېرې چې خپلواکو سرچینو تایید کړي نه دي.