د قزاقستان په تیمیورتاو کې چاودنې یو تن وژلی او لس یې ټپیان کړي

د قزاقستان په مرکزي ښار تیمیورتاو کې د چاودنې سیمه

د قزاقستان په مرکزي ښار تیمیورتاو کې د ګازو چاودنې د سوداګریزو چارو یوه ودانۍ بشپړه ویجاړه او لږترلږه یوتن یې وژلی دی.

د دغې چاودنه له امله اورلګېدلی چې لږترلږه لس تنه یې ټپیان کړي.

د بېړنیو چارو چارواکو ویلي چې ژغورونکي د ویجاړې شوې ودانې تر دوړو او خاورو لاندې په احتمالي ژوندي پاتې شویو پسې لټون کوي.

په دې هېواد کې د ګازو چاودنې ډېرې عامې ځکه دي چې د ګازو شبکې او نل لیکې یې زړې شوې او هم د خوندیتوب معیارونو ته پام نه کېږي.