د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټه د دوحې موافقې په اړه غونډه جوړوي

د دوحې تړون د طالبانو د استازي ملابرادر او امریکايي استازي زلمي خلیلزاد ترمنځ د ۲۰۲۰م کال د فبرورۍ په ۲۹مه لاسلیک شو.

د امریکا د استازیو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټه وایي چې د دوحې د موافقې په اړه چې ولې د ولسمشر جوبایډن د ادارې له‌خوا نه‌ده عملي شوې، غونډه جوړوي.

دې غونډې ته چې دقیق وخت یې نه دی څرګند شوی، د افغانستان د سولې لپاره پخوانی استازی زلمی خلیلزاد هم بلل شوی چې د دې کمېټې د غړیو پوښتنو ته به ځوابونه وایي.

د دې کمېټې مشر جمهوریپال مایکل مک‌کال له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو یو له سر سختو منتقدینو دی.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې موافقه چې د ۲۰۲۰م کال د فبرورۍ میاشتې په ۲۹مه لاسلیک شوې، یو مورد یې له افغانستانه د ټولو امریکایي ځواکونو وتل و.

د دغو ځواکونو د بشپړ وتلو پروسه د ۲۰۲۲م کال د اګسټ میاشتې په پای کې هغه مهال بشپړه شوه چې د همدې میاشتې په پنځلسمه یې طالبانو کابل ونیوه.