د ملګرو ملتونو له سرمنشي د یو شمېر طالب ضدو ډلو غوښتنه؛ دوحې غونډه کې ونډه راکړئ

د ملګرو ملتونو سرمنشي، انتونیو ګوتیریش

په دوحه کې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو په کوربه توب غونډې ته په ور نژدې کېدو سره د طالبانو ضد یو شمېر ډلو د ملګرو ملتونو له سرمنشي غوښتي دي چې په دې غونډه کې د افغانستان په مسله کې ښکېلو ټولو سیاسي جریانونو ته د ګډون زمینه برابره کړي.

د افغانستان د آزادۍ په نوم جبهې، د افغانستان د معترضو ښځو غورځنګ، حزب وحدت اسلامي او د افغانستان د ملي مقاومت شورا په ګډون له ۱۰ زیاتو سیاسي ډلو په یوه ګډه اعلامیه کې ټینګار کړی چې د دوحې د غونډې بریالیتوب، له طالبانو سره له هر ډول سیاسي تعامل پرته، د ټولو موثرو سیاسي جریانونو او نورو ښکېلو له لوري په همکارۍ پورې تړلی دی.

ټاکل شوې چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوتیریش په مشرۍ دا غونډه د روانې فبرورۍ میاشتې په اتلسمه او نولسمه د قطرپه پلازمېنه دوحه کې جوړه شي.

د طالبانو د حکومت استازي هم دې غونډې ته بلل شوي، خو تراوسه دا مسله نه ده روښانه چې ایا هغوی پکې ګډون کوي کنه.