استرالیا، کاناډا او نیوزیلنډ په غزه کې د اسراییلو د نویو عملیاتو مخالفت کړی

د غزې له وروستیو تصویرونو

د استرالیا، کاناډا او نیوزیلنډ مشرانو نن پنجشنبې د غزې په جنوبي ښار رفح کې د اسراییل د پیلیدونکو ځمکنیو عملیاتو په وړاندې خبرداری ورکړی او هغه یې ویجاړونکي بللي دي.

دغه خبرداری په دې اړه د نړیوالو اندېښنې لا زیاتوي.

د کامنولټ یا ګډو ګټو دغو درېیو هېوادونو په یوه نادره ګډه اعلامیه کې په دې اړه او هم په سیمه کې د اسراییل د څو میاشتنۍ جګړې د پرمخ بیولو پرڅرنګوالي ژوره اندېښنه ښکاره کړې ده.

د امریکا دغو درې واړو متحدینو ویلي چې د غزې په دې سیمه کې د دوی د اتباعو او کورنیو په شمول یې شاوخوا یو نیم ملیون فلسطینیانو پناه اخیستې ده.