د طالبانو حکومت: اذربایجان کابل کې بېرته خپل سفارت پرانیزي

له ارشیفه د اذربایجان تصویر

د طالبانو د حکومت بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د اذربایجان سفارت د بیا پرانیستلو خبر ورکړی دی.

د دغه وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد نن پنجشنبه پر خپله ایکس پاڼه یا پخواني ټویټر لیکلي چې د افغانستان لپاره د اذربایجان سفیر الهام محمدوف د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره تعرفي لیدنه کړې.

د اذربایجان لوري تراوسه په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي.

وړاندې راغلي چې محمدوف د خپل سفارت د پرانستلو په اړه د اذربایجان د بهرنیو چارو وزارت رسمي لیک ښاغلي متقي ته وړاندې کړی دی.

د طالبانو حکومت چې د بیا واکمنۍ یې دوه نیم کاله پوره شول، د سیمې له یوشمېر هېوادونو سره غیر رسمي تعامل ساتلی او د چین او روسیې په ګډون د سیمې ګڼ شمېر هېوادونو کابل کې خپل سفارتونه پرانستي او برعکس یې د طالبانو استازي منلي دي.