یونیسف: د افغانستان په لیرې پرتو سیمو کې مو لسګونه زرو کسانو ته روغتیایي خدمتونه برابر کړي

د یونیسف د روغتیایي خدمتونو یوه څنډه( تصویر له ارشیفه)

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړصندوق، یونیسف د افغانستان په لیرې پرتو سیمو کې په لسګونو زره کسانو ته د روغتیایي خدمتونو د وړاندې کولو خبر ورکوي.

د یونیسف د افغانستان څانګې پرون چهارشنبې په خپله ایکس پاڼه یا پخواني ټویټرکې لیکلي چې په افغانستان کې ژمی سخت دی، خو د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې، اوچا او د ملګرو ملتونو د بشري چارود همغږۍ د ادارې د مالي مرستو پرمټ یې د هغو روغتیا پالانو ملاتړ کړی چې په ځانګړې توګه په لیرې پرتو سیمو کې چې یخنۍ ډیرې ځپلې، چارې مخ ته وړي.

د یونیسف په خبره، دغو روغتیا پالانو په روان ژمي کې تراوسه له درې لکه زیاتو کسانو ته روغتیایي خدمتونه برابرکړي دي.