په تاجکستان کې د افغانستان د سفارت یوه برخه د سامانیان ښوونځي ته ځانګړې شوې

د سامانیان ښوونځي زده کوونکي

په تاجکستان کې د افغانستان د پخواني جمهوري حکومت سفیر محمد ظاهر اغبر وایي، په دوشنبې کې یې د سفارت د انګړ یوه برخه د سامانیان خصوصي ښوونځي زده کوونکو ته ځانګړې کړې.

په تاجکستان کې د افغانانو یوازېني خصوصي ښوونځی سامانیان د فبرورۍ په نهمه نېټه د مالي ستونزو او کرایې نه ورکړې په خاطر وتړل شو.

اغبر نن پر خپله ایکس پاڼه یا پخواني ټویټر لیکلي چې دغه ګام د افغان هلکانو او نجونو زده کوونکو د ملاتړ په هدف شوی دی.

دغه ښوونځی ۲۵۰ زده کوونکي لري او د افغانستان د پرځېدلي جمهوري حکومت نصاب په کې تدریسېږي.

د سامانیان لېسه په ۲۰۰۱ کال کې په دوشنبې ښار کې د افغانستان او تاجکستان د هغه وخت د پوهنې وزارتونو د مسوولانو ترمنځ د هوکړې پر اساس جوړه شوې ده.