د طالبانو د رییس الوزرا مرستیال مولوي عبدالکبیر خپلو ځواکونو ته ویلي چې هیچا ته د نظام په وړاندې د بغاوت او مخالفت اجازه ورنه کړي.
د ارګ پر ایکس پاڼه یا پخواني ټویټر لیکل شوي چې د طالبانو د حکومت دغه چارواکي د چهارشنبې په ورځ د ختیځ زون له ځواکونو سره په کتلو کې دغه خبره کړې.
داعش، د ملي مقاومت ملي جبهه او د افغانستان د ازادۍ جبهه هغه ډلې دي چې تر ډېره د طالبانو د حکومت وسله وال او سیاسي مخالفت کوي.
مولوي عبدالکبیر ویلي چې د دوی ځواکونو له داعش سره ښه مبارزه کړې او په خبره یې اوس په افغانستان کې داعش ډله ځپل شوې ده.
داعش په دې وروستیو کې د کابل ښار په لویدیځ او د افغانستان په یوشمېر نورو ولایتونو کې پر شیعه مذهبو د بریدونو مسوولیت اخیستی دی.
د ملي مقاومت جبهې او د ازادۍ جبهې هم د طالبانو پر اهدافو د یو شمېر بریدونو مسوولیت منلی دی.