مېلر: د دوحې غونډه کې دوه امریکایي دیپلوماتان برخه اخلي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند، متیو مېلر

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، د افغانستان په اړه د دوحې جوړېدونکې غونډه کې د دوی دوه ډيپلوماتان ګډون کوي.

د دغه وزارت ویاند متیو مېلر پرون سه شنبه خبریالانو ته وویل چې د افغانستان لپاره د دوی ځانګړی استازی ټام ویست او د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره یې ځانګړې استازې رینا امیري د دوحې غونډه کې برخه اخلي.

ټاکل شوې د ملګرو ملتونو په کوربه توب د افغانستان په اړه د دوحې غونډه د راتلونکې یکشنبې او دوشنبې په ورځو جوړه شي.

متیو مېلر د ملګرو ملتونو د هغه پریکړه لیک ملاتړ کړی چې له مخې یې د افغانستان لپاره یو ځانګړی استازی ټاکل کیږي.

د نوموړي په خبره، دغه ځانګړی استازی به له افغانستان سره د نړیوال تعامل په همغږۍ کې ښه رول ولوبوي.

د طالبانو د حکومت لوړپوړو چارواکو بیا د ملګرو ملتونو د نوي استازي له ګمارنې سره مخالفت کړی او ویلې یې دي، د یوناما په موجودیت کې د بل ځانګړي استازي اړتیا نشته.