د امریکا دفاع وزیر له روغتونه رخصت او دندې ته ستون شو

د امریکا دفاع وزیر لویډاوسټین

د امریکا دفاع وزیر لویډاوسټین پرون له روغتون څخه رخصت شو او بیا یې خپله دنده پیل کړه.

پنټاګون بېګا په یوه بیان کې وویل چې اویا کلن اوسټین ته په ډسمبر میاشت کې د پروستات د سرطان د علاج لپاره تر عملیاتو وروسته، په پرله پسې روغتیايي ستونزې پیدا کېږي.

هغه د یکشنبې په ورځ د مثانې د ناروغۍ په خاطر روغتون ته ولېږل شو او هلته د غیرعملیاتي علاج لپاره ده ته د عمومي بېسدۍ دارو ورکړل شول.

تمه ده چې د امریکا د دفاع وزیر به نن (د فبروري ۱۴مه) د اوکراین د دفاع لپاره د تماس ډلې د پنځوسو غړو هېوادونو د غونډې کوربه وي.

دا ډله هره میاشت د دې لپاره غونډه کوي چې اوکراین ته د پوځي مرستو چارې تنظیم کړي.