نواز شریف او ملګري ګوندونه یې: ایتلافي حکومت جوړوو

نواز شریف او آصف علي زرداري

د پاکستان د پخواني صدراعظم نوازشریف مسلم لیګ ګوند او متحدانو یې اعلان کړی چې ګډ ایتلافي حکومت جوړوي.

تمه ده چې له دې سره به هغه ابهام پای ته ورسېږي چې د فبروري د اتمې له انتخاباتو وروسته په پاکستان کې رامنځ ته شوی دی.

په دې انتخاباتو کې هېڅ ګوند د داسې اکثریت په ګټلو بریالی نه شو چې حکومت جوړ کړي.

دا اعلان پرون وروسته له هغه وشو چې د پخواني صدراعظم عمران خان ټولو مخالفو ګوندونو په اسلام آباد کې غونډه وکړه.

په دې غونډه کې د پخواني ولسمشر آصف علي زرداري په مشرۍ پیپلز ګوند او د پخواني صدراعظم نوازشریف د مسلم لیګ ګوند غړو ګډون کړی و.

د نواز شریف ورور شهباز شریف چې د عمران خان له لیرې کېدو وروسته د هېواد د چارو واګې ورسپارل شوي وې، هم حاضر و.

شهباز شریف له زرداري او نورو سیاستوالو سره په ګډه خبري غونډه کې ونه ویل چې د دوی ائتلاف به څوک د صدراعظم د څوکۍ لپاره ونوموي؛ خو وروسته د مسلم لیګ ګوند یوې ویاندې مریم اورنګزیب جیو نیوز ټلویزیون ته وویل چې د راتلونکي حکومت مشري به شهبازشریف وکړي.