امریکایي او مصري چارواکو له اسراییل سره په غزه کې د اوربند په اړه خبرې کړي

غزه وروستیو بمباریو داسې ویجاړه کړې

د امریکا د متحدو ایالتونو، مصر، اسراییل او قطر استازیو پرون په قاهره کې غونډه وکړه.

دا غونډه په غزه کې د اوربند پر سر د موافقې ترلاسه کولو لپاره وشوه.

له اسراییل څخه دا غوښتنې په زیاتیدو دي چې د غزې پر جنوبي ښار رفح باندې له بریده لاس واخلي.

له څه باندې څلور میاشتو راهیسې چې اسراییل پر غزې بریدونه پيل کړي دي تر یومیلیون ډېرو کسانو د غزې له شماله جنوب ته پناه وړې ده.

اسراییل وایي، دوی غواړي چې خپل مخالف وسله وال وځپي، اسراییلي برمته ازاد کړي او په جګړې کې د راګیرو ملکي فلسطنیانو د ژغورلو لپاره یو پروګرام پلی کړی؛ خو تر اوسه کومه طرحه نه ده وړاندې شوې او مرستندویان وایي چې بې ځایه شوي خلک د پناه لپاره هیڅ ځای نه لري.