ټاکل شوې چې د افغانستان لپاره د منځنۍ آسیا د هېوادونو او اروپايي ټولنې د ځانګړو استازو پنځمه غونډه سبا د قرغزستان په پلازمېنه بشکیک کې جوړه شي.
په دې غونډه کې به د افغانستان د سیاسي، اقتصادي او بشري وضعیت په اړه خبرې اترې او بحثونه وشي.
د آزادۍ راډیو قرغزي څانګې د قرغزستان د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې په حواله راپور ورکړی چې په دې غونډه کې به په افغانستان کې د مخدرو موادو د قاچاق او د تروریستي فعالیتونو پر ضد د دولتونو پر هڅو هم خبرې وشي.
د راپور له مخې په پام کې ده چې د بشکیک په غونډه کې به په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت او د ملګرو ملتونو د مخدروموادو او جرمونو پرضد د مبارزې اداره هم ګډون وکړي.
د قرغزستان د بهرنیوچارو وزارت نن د سلواغې په ۲۴مه نېټه خبر ورکړ چې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی توماس نیکلاسن بشکیک ته رسېدلی دی.
د افغانستان په اړه د منځنۍ آسیا او اروپايي ټولنې تېرې غونډې د ۲۰۲۳ کال په مې کې په عشق آباد، د ۲۰۲۳ کال په جنوري کې په بروکسل، د ۲۰۲۱ کال په نوامبر کې په تاشکند او د ۲۰۲۱ کال په مې کې د قزاقستان په الماتي ښار کې جوړې شوې وې.