ا اوتونبایوا: له راډیو پرته د نړۍ تصور ګران کار دی

په افغانستان کې د ملګروملتو د مرستندوی دفتر یوناما مشره روزا اوتونبایوا

په افغانستان کې د ملګروملتو د مرستندوی دفتر یوناما مشرې روزا اوتونبایوا د راډیو د ورځې په مناسبت ویلي چې له راډیو پرته د نړۍ تصور ګران کار دی.

مېرمن اوتونبایووا نن د کليد راډیو او مرسل راډیو له دفترونو د کتنې پرمهال، په تېره یوه پېړۍ کې د خبرونو، تعلیم او د خلکو ترمنځ د ډیالوګ په برخو کې د راډیو ونډه وستایله.

هغې په خاص ډول مرسل راډیو چې ښځې یې اداره کوي، د هېواد د رسنیزې فضا د رنګینۍ او د ښځو د نظریو د خپرولو لپاره مهمه وبلله.

په ځینو تصویرونو کې چې د مېرمن اوتونبایووا د کتنې له جریانه خپاره شوي یو شمېر ښځې په داسې حال کې لیدل کېږي چې مخونه یې په ماسکونو پوښلي.

طالبانو په تېرو نژدې دوه نیمو کلونو کې په رسنیو کې د موسیقۍ او سریالونو پر خپرونو بندیز ولګاوه.

د طالبانو حکومت د ۲۰۲۲ م کال په ډسمبر میاشت کې د ځینو رسنیو او خبریالانو پر وړاندې د اقداماتو په ترڅ کې په افغانستان کې د آزادۍ راډیو او امریکا غږ آشنا راډیو ایف ایم FM خپرونې بندې کړې.

خو ازادي راډیو یو کال مخکې خپلې خپرونې له ۱۲ ساعتونو ۲۴ ساعتونو ته زیاتې کړې.