د طالبانو حکومت: یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو ته مو ۱۰ نیم میلیارده افغانۍ وېشلي

له ارشیفه د یو شمېر معلولیت لرونکو تصویر

د طالبانو د حکومت د شهیدانو او معلولینو وزارت زرګونه کسانو ته چې د دې وزارت د ویاند په وینا مستحق کسان دي، د نقدي مرستو خبر ورکوي.

مفتي فیصل خاموش بېګا ملي ټلویزیون ته چې طالبان یې اداره کوي وویل، په روان کال کې څه باندې لس میلیارد افغانۍ د بانکونو له لارې یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو کسانو ته چې ټول شمېر یې له شپږ لکو اوړي وېشل شوي.

هغه د حکومت له خوا د ثبت شویو اړو خلکو دقیق شمېر هم یاد کړ.

هغه زیاته کړه:

" د مرکز په ګډون په ټول هېواد کې ۶۱۴۹۱۰ یتیمان، معلول کسان او کونډې ثبت او راجسټر دي. په دې مجموعي ارقامو کې ۱۷۵۷۷۱ تنه معلول کسان، ۳۴۸۴۹۴ تنه یتیمان او ۹۰۶۴۵ تنه کونډې له موږ سره ثبت دي."

ښاغلي خاموش که څه هم یادونه وکړه چې دا پیسې هره میاشت دې کسانو ته ورکول کېږي، خو ویې نه ویل چې مستحق خلک څوک دي او د کومو بانکونو له لارې د کومو میکانیزمونو په اساس دا امتیاز ترلاسه کوي.

یو شمېر معلولیت لرونکو کسانو په وروستیو کې له ازادي راډیو سره په خبرو کې شکایت وکړ چې د دوی امتیازونه په خپل وخت نه ورکول کېږي.