د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ ټولنه: د افغانستان د ډېرو راډیو ګانې خپرونې محدودې شوې

تصویر له ارشیفه

نن د فبروري ۱۳مه د راډیو نړیواله ورځ ده.

د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ ټولنې په دې مناسبت په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي چې په تېرو دوو کلونو کې په افغانستان کې د راډیوګانو خپرونې محدودې شوي، ګڼو راډیويي خبریالانو د نورو ژورنالېستانو په څېر خپلې دندې له لاسه ورکړي او دوی نه شي کولای د هېوادوالو رېښتینی غږ واوسي.

دې ټولنې د طالبانو له حکومته په کلکه غوښتي دي چې پر ټولو رسنیو؛ په تېره پر راډیوګانو بندیزونه لیرې کړي.

په افغانستان کې د جمهوري نظام پرمهال ۴۳۸ راډیويي چینلونه فعال وو، خو د طالبانو له واکمنېدو وروسته ۵۰ سلنه راډیوګانو په بېلابېلو دلایلو خپلې خپرونې بندې کړې.

د راډیو ورځ داسې مهال نمانځل کېږي چې واکمنو طالبانو د ازادي راډیو په ګډون د ګڼو نړیوالو او کورنیو راډیوګانو او نورو رسنیو پر خپرونو بندیز لګولی.

ازادي راډیو نژدې یوکال مخکې خپلې خپرونې ۲۴ ساعته کړې.