ملګرو ملتونو بیا د بې حجابۍ په نوم د طالبانو لخوا د ښځینه وو په نیولو اندېښنه وښوده

د طالبانو لخوا د بې حجابۍ په نوم د ښځو د نیولو شېبو ته منسوب تصویر، خو دوی رد کړی

ملګرو ملتونو یو ځل بیا په افغانستان کې د طالبانو له خوا د بدحجابۍ په نوم د ښځو او نجونو د غیرقانوني نیولو پر راپورونو ژوره اندېښنه ښودلې.

د ملګرو ملتونو ویاند ستییفان دوجاریک پرون په نیویارک کې یوې خبري غونډې ته وویل چې په افغانستان کې د دې سازمان مرستندوی دفتر یا یوناما له نجونو او ښځو سره د طالبانو د ناوړه چلند او د هغو د بې دلیله نیولو ادعاوې څېړي.

هغه زیاته کړه: ښکاري چې د طالبانو د دې اقداماتو زیان ترډېره اقلیتونو ته رسېږي.

د دوجاریک په وینا، یوناما وېره لري چې د طالبانو دا کار به ښځې د توقیف له وېرې له ټولنیز ژوند څخه نورې هم څنډې ته کړي.

طالبانو د دې څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي.

د دوی د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد که څه هم لومړی تایید کړې وه چې یو شمېر ښځې بدحجابۍ ته د نورو د هڅونې په تور نیول شوي چې له توصیو وروسته خوشې شوې،خو هغه وروسته بیا رسنیو ته وویل چې تراوسه هېڅ یوه ښځه د بدحجابۍ په تور نه ده نیول شوې.