امریکا: پاکستان دې د غونډو د ازادۍ درناوی وکړي

پاکستان کې د ټاکنیزو پایلو پر ضد د اعتراضونو یوه څنډه

د امریکا متحده ایالاتو د دوشنبې په ورځ له پاکستانه وغوښتل چې د غونډو د آزادۍ درناوی وکړي.

دغه غوښتنه وروسته له هغې کیږي چې پاکستاني چارواکو خبرداری ورکړ چې دوی به د زنداني پخواني صدراعظم عمران خان د پلویانو په لاریونونو بندیز ولګوي.

د عمران خان د تحریک انصاف پاکستان په ګوند پورې تړلو کاندیدانو چې د فبرورۍ د اتمې په ټولټاکنو کې یې د خپلواکو کاندیدانو په توګه ګډون کړی و، تر ټولو ډېرې رایې ګټلي خود هغه پلویان وایي چې په دغو انتخاباتو کې درغلې شوې او نتیجې یې بدلې شوې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو میلرپرون دوشنبې په واشنګټن په یوه خبري غونډه کې د دې پوښتنې په ځواب کې چې پاکستاني پولیس د عامه غونډو او لاریونو په وړاندې د مسعتمرې د وخت قانون کاروي، وویل چې متحده ایالات غواړي چې د نړۍ په هرګوټ کې د غونډو د آزادۍ درناوی وشي.

ښاغلي میلر یو ځل بیا په انتخاباتو کې د درغلۍ د ادعاوو په اړه د تحقیقاتو لپاره د متحدو ایالتونو غوښتنه تکرار کړه، خو یادونه یې وکړه چې نتیجې ښيي چې انتخابات رقابتي و.

هغه زیاته کړه چې موږ فکرکوو، اړتیا ده د درغلۍ ادعاوې په بشپړه توګه وڅېړل شي.

ښاغلي میلر دغه راز وویل چې متحده ایالات په نهایت کې د یوې ډیموکراتیکې پروسې درناوی کوي او چمتو دي چې له نوي حکومت سره چې کله جوړشي، کار وکړي.

د پاکستان لوی ګوندونه نه دي بریالي شوي چې د یوه حکومت د جوړولو لپاره کافي رایې وګټي.

د پاکستان د اساسي قانون له مخې خپلواکه کاندیدان هم نه شي کولای چې نوی حکومت جوړکړي.

د پاکستان په وروستیو پارلماني انتخاباتو کې د درغلیو د ادعاوو په ترڅ کې په بلوچستان کې څلورو ګوندونو، د بلوچستان د نیشنل پارټۍ (مېنګل)، نیشنل پارټۍ، پښتونخوا ملي عوامي ګوند او هزاره جمهوري ګوند (هزاره ډېموکریټېک پارټي) ګډ اعتراض پیل کړی دي.

دغو ګوندونو تور پورې کړی چې د فبرورۍ د اتمې په عمومي ټاکنو کې درغلي شوې او نتیجې یې بدلې شوې دي.