ملګري ملتونه: روان میلادي کال به نژدې نیم میلیون افغانان له پاکستانه خپل هېواد ته ستنیږي

له پاکستانه یو شمېر ستنیدونکي افغانان

ملګري ملتونه اټکل کوي چې په نوي میلادي کال کې به نژدې نیم میلیون افغانان له پاکستانه خپل هېواد ته ستانه شي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې یا اوچا پر خپله ویبپاڼه په یوه بیان کې ویلي دي چې په ۲۰۲۴ کال کې به شاوخوا ۴۸۳۵۰۰ افغان کډوال هېواد ته راستانه شي چې په سلو کې ۹۸ به یې بشري مرستو ته اړتیا ولري.

د اوچا د معلوماتو له مخې، د تېر ۲۰۲۳ کال په وروستۍ ربع کې نژدې نیم میلیون افغانان د بې اسناده کډوالو د ایستلو لپاره د پاکستان د حکومت د نوې پالیسۍ په اساس په جبري ډول خپل هېواد ته واستول شول.

د اوچا بیان زیاتوي چې اوس مهال ۶،۳ میلیون افغان وګړي د اوږدمهال لپاره بېځایه شوي چې په دوی کې ډېرو یوه لسیزه مخکې خپل کورونه پریښي دي.

د ملګرو ملتونو د ارقامو له مخې، افغانستان د بېځایه شویو خلکو د شمېر له پلوه په جنوبي آسیا کې لومړی او په ټوله نړۍ کې دویم ځای لري.