کرکټ؛ افغانستان شل اوریزو سیالیو ته لوبډله اعلان کړه

د سریلانکا پر وړاندې درې شل اوریزو سیالیو ته د افغان لوبډلې نوملړ

د افغانستان کرکټ بورډ د سریلانکا پر وړاندې درې شل اوریزو سیالیو ته ۱۶ کسیزه لوبډله اعلان کړه.

د دوشنبې په ورځ کرکټ بورډ په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، ابراهیم ځدراڼ به په دې لوبلړۍ کې د افغانستان لوبډلمشر وي.

په اعلان شوې لوبډله کې رحمن الله ګربز، حضرت الله ځاځی، اسحاق رحیمي، ګلبدین نایب، محمدنبي، نجیب الله ځدراڼ، عظمت الله عمرزی، کریم جنت، شرف الدین اشرف، فضل حق فاروقي، فریداحمد، نوین الحق، نوراحمد، وفادار مومند او قیس احمد شامل شوي دي.

راشدخان، سلیم ساپی او مجیب الرحمن د ټپونو له امله په دې لوبلړۍ کې نه دي اخستل شوي.

د ویلو ده چې په همدې ورځ سریلانکا هم یادو سیالیو ته لوبډله اعلان کړه.

د شل اوریزو سیالیو لوبلړۍ به د فبرورۍ میاشتې په ۱۷مه نېټه پیل شي.