په تاجکستان کې د مېشتو افغانانو ښوونځی بند شو

په تاجکستان کې د مېشتو افغانانو د یوه ښوونځي ټولګی

په تاجکستان کې د مېشتو افغانانو یوازینی ښوونځی د مالي ستونزو له کبله بند شو.

د ازادي راډیو د تاجکي څانګې د راپور له مخې، په دې ښوونځي کې، چې په ۲۰۰۱ م کال د افغانستان د پوهنې وزارت او د تاجکستان د حکومت د موافقې پر اساس جوړ شوی و، ۲۵۰ زده کوونکو زده کړه کوله.

د سامانیان په نوم په تاجکستان کې د افغانانو ښوونځی د جمعې په ورځ بند شو او زده کوونکو ته یې وویل شول چې د تاجکستان په ښوونځیو کې زده کړو ته دوام ورکړي.