کرکټ؛ سریلانکا د شل اوریزو سیالیو نوملړ په ډاګه کړ

د افغانستان پر وړاندې د سریلانکا کرکټ لوبډلې د شل اوره سیالیو لپاره نوملړ

د سریلانکا کرکټ بورډ د افغانستان پر وړاندې د شل اوریزو سیالیو لوبلړۍ ته هم خپله ۱۶ کسیزه لوبډله اعلان کړه.

د یاد هېواد کرکټ بورډ نن دوشنبه وویل چې په دې لوبلړۍ کې به وینیندو هسرنګا لوبډلمشر وي.

په اعلان شوې لوبډله کې چېرت اسلانکا، پټوم نساکا، کوشال مېنډس، ډننجایا ډېسېلوا، کوشال پرېرا، انجیلیو مټیوز، دوشن شناکا، سدیرا سمرا ویکرما، کمېنډو مېنډس، مهېش ټیکشانا، اکېلا دننجایا، متیش پټیرانا، دېلشن مدوشنکا او نوان ټوشارا شامل شوي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، که چټک توپ اچونکی دوشمنتا چمېرا له ټپونو رغېدلی و، په یاد نوملړ کې شامل دی کنه پرځای به یې بنورا فیرننډو غوره شي.

د ویلو ده چې یادې لوبډلې له افغانستان د یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ وګټله او یوازې وروستۍ لوبه به د فبرورۍ په ۱۴مه نېټه ولوبوي.

افغانستان لا شل اوریزو سیالیو ته خپله لوبډله نه ده اعلان کړې.

یادې سیالۍ به د فبرورۍ په ۱۷مه نېټه پیل شي.