اسراییلي ځواکونو د غزې په رفح کې ۲ برمته شوي اسراییلیان ازاد کړل

غزه کې یو شمېر اسراییلي ځواکونه

اسراییل د غزې په رفح سرحدي ښار کې د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې دوه برمته شوي اسراییلیان آزاد کړل.

د غزې په جنوب کې پردې ښار د اسراییل له خوا نن دوشنبې وختي د هوایي عملیاتو په ترڅ کې سیمه ییزو روغتیایي چارواکو د ۳۷ کسانو د وژل کېدو او په لسګونو نورو د ټپي کیدو خبر ورکړ.

د اسراییل پوځ وویل چې په رفح کې د اسراییل د دفاعي ځواکونو، د دې هېواد د شین بیټ امنیتي خدمتونو او د ځانکړو پولیسو د جزوتام له خوا د ګډو عملیاتو په نتیجه کې ۶۰ کلن فیرناندو سیمون مارمن او ۷۰ کلن لویس هیر آزاد شوي دي.

د پوځ په وینا، دغه دواړه سړیان د سخت دریځې حماس ډلې له خوا چې امریکا او اروپایي ټولنه یې یوه ترهګره ډله پېژني؛ د اوکتوبرپه اومه د برید په مهال برمته شوي وو.