امنیت شورا: د داعش لیکو کې د افغانانو استخدام او ورڅخه کار اخیستل د پام وړ و

له ارشیفه د امنیت شورا یو تصویر

په افغانستان کې د اسلامي دولت ډلې یا داعش د خراسان څانګې په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په وروستي راپور کې ویل شوي چې د داعش په لیکو کې د افغانانو استخدام د پام وړ و.

د راپور له مخې، د یادې څانګې په اکثره عملیاتو کې له دغو افغانانو کاراخیستل شوی دی.

نړیوالې سولې او امنیت ته د داعش له خوا د ورپېښ ګواښ او له دې ګواښ سره د مبارزې په برخه کې له غړیو هېوادونو د ملګرو ملتونو د ملاتړ د هڅو په اړه دا اتلسم راپور دی چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي له خوا د جنورۍ میاشتې په ۳۱ مه چمتو شوی او په دې وروستیو کې خپور شوی.

په دې راپور کې ویل شوي چې په افغانستان او عراق کې د اسلامي دولت ډلې یا داعش او د دې ډلې د خراسان څانګې له خوا د بریدونو کمښت احتمالاً د طالبانو لخوا د تروریزم ضد هڅو او هم د دې ډلې د مشر په ستراتېژۍ کې د بدلون زیږنده وي.

په راپور کې غړیو هېوادونو په افغانستان، منځني ختیځ او افریقا کې د وسلو د پراختیا په اړه هم اندېښنه څرګنده کړې او یو شمېر غړیو هېوادونو ویلي چې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنیدو راهیسې د وسلو له زېرمو وسلې انتقالیږي.

دوی همدارنګه ویلي چې د اسلامي دولت ډلې یا داعش د خراسان څانګې د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي څخه دا ډول وسلې ترلاسه کړي یا یې هم د ترلاسه کولو هڅه کړې ده.

د طالبانو حکومت تراوسه د دغه راپور په اړه غبرګون نه دی ښودلی، خو له دې مخکې یې ویلي و چې د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته په دې هېواد کې پاتې وسلې دوی سره خوندي دي او هیڅ یوې ډلې ته نه دي ورکړل شوي.