د طالبانو ۲ غړي چې ګوانتینامو زندان نه تر خوشې کېدو وروسته عمان کې نظر بند وو، کابل ته ستانه شول

د ګوانتینامو زندان یو تصویر - ارشیف

د امریکا د ګوانتینامو له زندان څخه خوشې شوې دوه پخواني افغان بندیان چې یوه موده په عمان کې ترڅارنې لاندې و، نن کابل ته ورسېدل.

د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي ټلویزیون نن دا خبر ورکړ.

له دې مخکې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع پرون یکشنبې په خپله ایکس پاڼه یا پخواني ټویټرکې لیکلي و چې ملا عبدالظاهر صابر او عبدالکریم چې ۷کاله مخکې د ګوانتینامو له زندانه خوشې شوي او عمان ته استول شوي و، د دوی د حکومت د هڅو په پایله کې پرې د سفر کولو محدودیت او څارنه لیرې شوې او ډېر ژر به بېرته هېواد ته را ستانه شي.

د ښاغلي قانع په وینا، ملا صابرپه ۲۰۰۲ م کال کې د امریکایي ځواکونو له خوا نیول شوی او په بګرام زندان کې له څلور میاشتو بند تیرولو وروسته د همدې کال په اکتوبر کې ګوانتیامو زندان ته انتقال شوی و.

د هغه په خبره، نوموړی د ۲۰۱۷ کال د جنورۍ په ۱۶ له ګوانتینامو آزاد او عمان ته لېږدول شوی و.

ښاغلي قانع د عبدالکریم په اړه لیکي چې هغه د ۲۰۰۲ کال په اګسټ کې د پاکستان د حکومت له خوا له خوا له نیول کیدو او د هغه هېواد په زندان کې له څو میاشتو بند تېرولو وروسته امریکایي ځواکونو ته تسلیم شوی و چې وروسته دغو ځواکونو د ۲۰۰۳ کال په لومړیو کې ګوانتینامو زندان ته ولېږداوه.

هغه زیاته کړې مخکې له دې چې نوموړی عمان ته واستول شي په دغه زندان کې یې ۱۴ کاله تېر کړي و.

د جرمني خبري اژانس د راپور له مخې، دواړه افغان بندیان له القاعده سره په همکارۍ تورن شوي و.

د امریکا په ګوانتینامو زندان کې پاتې یوازېنی افغان بندي محمد رحیم نومیږي چې کورنۍ یې په دې وروستیو کې په کابل کې د هغه د خلاصون غوښتنه وکړه.

اسدالله هارون د دې زندان یو بل افغان بندي و چې په ۲۰۲۲ کال کې خوشې شو.