د امریکا د دفاع وزیر بیا د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوی

د امریکا د متحدو ایالتونو دفاع وزیر لوید اسټین

د امریکا د متحدو ایالتونو دفاع وزیر لوید اسټین پرون په «مثانو کې د یوې ستونزې» د درملنې لپاره د پلازمېنې واشنګټن ډي سي یوه روغتون ته ولېږدول شو.

دا خبره د دغه وزارت یوه ویاند تورن جنرال پت ریدر (Pat Ryder) په یوه اعلامیه کې کړې ده.

ریدر ویلي چې ۷۰ کلن استین به د درملنې پر مهال خپلو رسمي کارونو ته دوام ورکوي.

د امریکا پر دفاع وزیر تېره میاشت له دې کبله انتقادونه وشول چې د ده په پروستات کې د سرطان ناروغۍ د تشخیص په باب یې معلومات نه وو افشا کړي او ورپسې په ډسمبر او جنورۍ میاشتو کې په روغتون کې بستر شوی هم و چې دغه اطلاعات یې له ولسمشر جو بایډن سره هم نه وو شریک کړي.

هغه په دې اړه په یوه ټلویزیوني وینا کې بخښنه وغوښته.

اوس ټاکل شوې لوید اسټین د فبرورۍ میاشتې پر ۲۹مه په دې اړه کانګرس ته خپل وضاحت ورکړي.