امریکایي چارواکو له عراق څخه د ائتلافي ځواکونو پر تدریجي وتو خبرې پيل کړي

د وتو پر مهالوېش غږیدونکي چارواکي

عراق او د امریکا متحدو ایالتونو له عراق څخه د امریکا په مشرۍ د ائتلافي ځوکونو د تدریجي وتلو پر مهالوېش بېرته خبرې پیل کړې دي.

د عراق د پوځ ویاند دا خبره پرون یکشنبه وکړه.

د ده په وینا، دغه خبرې په جنورۍ میاشتې کې پیل شوې وې او تر پیل څه کم ۲۴ ساعته وروسته په اردن کې د امریکا درې پوځیان په یوه حمله کې ووژل شول.

د عراق د پوځ ویاند جنرال یحیی رسول ویلي، د عراق د پوځ عالي کمیسیون په بغداد کې له نړیوالو ائتلافي ځواکونو سره دغه خبرې پرون یکشنبه بېرته پیل کړې.

د امریکا په باور، په اردن کې د تېرې میاشتې حمله په سوریه او عراق کې د دېره د هغو ملېشه ډلو له خوا شوې وه چې ایران یې ملاتړ کوي.

د امریکا په مشرۍ پوځي ائتلاف په ۲۰۱۴م کال کې د اسلامي دولت ډلې یا داعش په وړاندې د مبارزې لپاره ایجاد شو.

دغې ډلې په هغه کال د عراق او سوریې پر زیاتو برخو ولکه ټینګه کړې وه.

له کله چې د اکتوبر میاشتې له اوومې په غزه کې د اسرائیل او حماس ډلې ترمنځ جګړه پیل شوې؛ په منځني ختیځ کې امریکايي او متحد پوځیان یې ۱۶۵ ځلې په نښه شوي دي.