د طالبانو حکومت: د ګوانتینامو زندان دوه پخواني افغان بندیان نن هېواد ته ستنیږي

د ګوانتینامو زندان یو تصویر

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت وایي، د امریکا د ګوانتینامو د زندان دوه پخواني افغان بندیان به ډېر ژر هېواد ته راستانه شي.

د دې وزارت ویاند عبدالمتین قانع پرون یکشنبې په خپله ایکس پاڼه یا پخواني ټویټرکې لیکلي چې ملا عبدالظاهر صابر او عبدالکریم چې اووه کاله مخکې د ګوانتینامو له زندانه خوشې شوي او عمان ته استول شوي و، د دوی د حکومت د هڅو په پایله کې پرې د سفرکولو محدودیت او څارنه لیرې شوې او ډېر ژر به بېرته وطن ته را ستانه شي.

د ښاغلي قانع په وینا، ملا صابر په ۲۰۰۲ م کال کې د امریکایي ځواکونو له خوا نیول شوی او په بګرام زندان کې له بند تېرولو وروسته د همدې کال په اکتوبرکې ګوانتیامو زندان ته انتقال شوی و.

د هغه په خبره، نوموړی د ۲۰۱۷ کال د جنوري په ۱۶ له ګوانتینامو آزاد او عمان ته لېږدول شوی و.

ښاغلي قانع د عبدالکریم په اړه لیکي چې هغه د ۲۰۰۲ کال په اګسټ کې د پاکستان د حکومت له خوا له خوا له نیول کیدو او د هغه هېواد په زندان کې له څومیاشتو بند تېرولو وروسته امریکایي ځواکونو ته تسلیم شوی و چې وروسته دغو ځواکونو د ۲۰۰۳ کال په لومړیو کې ګوانتینامو زندان ته ولېږداوه.

هغه زیاته کړې مخکې له دې چې نوموړی عمان ته واستول شي په دغه زندان کې یې ۱۴ کاله تېر کړي وو.

د جرمني خبري اژانس د راپور له مخې، دغه افغانان به نن دوشنبې کابل ته ورسیږي.

د راپور له مخې، دواړه افغان بندیان له القاعده سره په همکارۍ تورن شوي وو.

د امریکا په ګوانتینامو زندان کې پاتې یوازېنی افغان بندي محمد رحیم نومیږي چې کورنۍ یې په دې وروستیو کې په کابل کې د هغه د خلاصون غوښتنه وکړه.

اسدالله هارون د دې زندان یو بل افغان بندي و چې په ۲۰۲۲ کال کې خوشې شو.