حمدالله فطرت د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند وټاکل شو

ملا حمدالله فطرت، د طالبانو د حکومت نوی مرستیال ویاند

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د یوه نوي مرستیال ویاند د ټاکلو خبر ورکوي.

نوموړي پرون یکشنبې په خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټرکې ویلي چې ملا حمدالله فطرت د دوی د مشر د لارښوونې په اساس د طالبانو د حکومت د مرستیال ویاند په توګه ټاکل شوی دی.

ښاغلي فطرت له دې مخکې د طالبانو د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت د ویاند په توګه دنده ترسره کړې.

د طالبانو حکومت د نوي مرستیال ویاند د ټاکل کیدو خبروروسته له هغې ورکوي چې یو پخوانی مرستیال ویاند یې اسدالله بلال کریمي د تیر۲۰۲۳ کال د نومبرپه ۲۴ په چین کې د افغانستان د سفارت لپاره د طالبانو له لوري د نوي سفیر په توګه ټاکل شوی و.

نوموړي څه کم دوه اوونۍ مخکې خپل باورلیک د چین ولسمشر شي جین پینګ ته وړاندې کړ.